Mead Johnson Nutrition په 12.6 او 19.8 اونسه قطيو کې د Nutramigen Powder وړوکي ماشومانو د پوډري شيدو د بيرته ټولونې امر خپور کړی. د Mead Jonson نور هيڅ محصولات نه اغیزمن کيږي.
لغوه شوې پودري شيدې عبارت دي له:
- د ډلې شمیرې:
- ZL3FHG (12.6 اونسه قطۍ)
- ZL3FMH ( 12.6اونسه قطۍ)
- ZL3FPE (12.6 اونسه قطۍ)
- ZL3FQD ( 12.6اونسه قطۍ)
- ZL3FRW (19.8 اونسه قطۍ)
- ZL3FXJ ( 12.6اونسه قطۍ)
- د UPC کوډ:
- 300871239418
- 300871239456
- د پای نېټه: 1 Jan 2025
د پوډري شيدو د قطۍ شمیرې چیک کړئ:
- د لغوې په صورت کې، خپل ماشوم له دې پوډري شيدو څخه مه تغذیه کوئ.
- لغوه شوي ټولې قطۍ په «مه یې کاروئ Do Not Use))» په نښه کړئ.
- د پوډري شيدو تبادلې لپاره لغوه شوي قطۍ ونیسئ.
د لغوه شوو پوډري شيدو بدلولو څرنګوالی:
پلورنځي ته د پوډري شيدو بیرته ستنولو هڅه وکړئ:
- هر پلورنځي په هغه څه کې توپیر لري چې دوی یې وړاندیز کولی شي.
- ځینې پلورنځي ممکن لغوه شوي پوډري شيدې بیرته واخلي او د تبادلې، کریډیټ ورکولو، یا د پیسو بیرته ورکولو وړاندیز وکړي. که چيرې دا یو اختیار وي، تاسو کولی شئ د هرو پوډري شيدو ترلاسه کولو لپاره دا کریډیټ یا پيسې بيرته ورکول وکاروئ.
- که چیرې پلورنځي پوډري شيدې نه بدلوي لاندې 2 شمیره وګورئ.
خپل WIC کلینیک ته زنګ ووهئ:
- وګورئ چې د WIC کومې پوډري شيدې ستاسو په پلورنځیو کې شتون لري؛
- د اړتیا په صورت کې د پوډري شيدو ګټو بدلون لپاره کلینیک ته زنګ ووهئ؛
- که تاسو نشئ کولی خپل کلینیک ته ورشئ، ايالتي دفتر ته په 1-800-841-1410 شمېره باندې
د دوشنبې څخه تر جمعې د سهار له 8 بجو څخه تر ماښام 5 بجو پورې زنګ ووهئ.
د Mead Johnson سره په 866-534-9986 باندې یا په consumer.relations@rb.com بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ او دوی به باوري کولو کې مرسته وکړي چې ايا دا محصول اغیزمن شوی وو که نه. که تاسو کومه اندیښنه لرئ، د خپل روغتیايي پاملرنې وړاندې کونکي سره اړیکه ونیسئ.